کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې له څه باندې زرو بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې

1 قوس 1403 ساعت 15:52

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت له خوا د "چادر" موسسې په همکارۍ په پکتیکا ولایت کې له څه باندې زرو بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (چنګاښ۱) د پکتیکا ولایت له بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه او د خوشامند، جاني خېلو، يحيى خېلو، زرغون شر او يوسف خېلو په ولسواليو کې د دغه وزارت له خوا د "چادر" موسسې په همکارۍ د يو زرو په شاوخوا کې او ۱۷ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو او بې وزلو سره نغدي مرسته وشوه.
د دې خبرپاڼې له مخې، له ۶۰۰ کورنیو هر یو ته ۱۴۱۱۰ افغانۍ او ۴۱۷ کورنیو ته ۵۲۲۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې له هغه وروسته چې ايران او پاکستان د کډوالو د ويستلو لړۍ پيل کړې، په زرګونو کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.


د مطلب کود: 301009

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301009/په-پکتیکا-کې-له-څه-باندې-زرو-بې-ځایه-شویو-او-وزلو-کورنیو-سره-نغدي-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net