افغان غږ خبری آژانس: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په برید کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
رویټرز لیکي: وسله والو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه قبایلي سیمه کې د مسافرو پر موټرو ډزې وکړې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۸ کسان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، په دغه برید کې چې په کورمه قبایلي سیمه کې شوی، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د مسافر وړونکو موټرو دوه کاروانونه، چې یو یې له پېښور څخه پاراچنار ته د مسافرو لېږدول او بل یې پر مخالف لوري د وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شول. پاراچنار سیمه چې د شیعه اکثریت لري تل د تکفیري ترهګرو بریدونو هدف ګرځیدلی او په تیرو څو کلونو کښې په دغه سیمه کښې خونړۍ پیښې رامینځته شوي دي.