کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي بس د وسله والو په برید کې ۳۸ تنه وژل شوي دي

2 قوس 1403 ساعت 14:37

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرم سیمه کې د مسافرو پر موټرو د وسله والو بریدګرو په برید کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په برید کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
رویټرز لیکي: وسله والو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه قبایلي سیمه کې د مسافرو پر موټرو ډزې وکړې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۸ کسان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، په دغه برید کې چې په کورمه قبایلي سیمه کې شوی، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د مسافر وړونکو موټرو دوه کاروانونه، چې یو یې له پېښور څخه پاراچنار ته د مسافرو لېږدول او بل یې پر مخالف لوري د وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شول. پاراچنار سیمه چې د شیعه اکثریت لري تل د تکفیري ترهګرو بریدونو هدف ګرځیدلی او په تیرو څو کلونو کښې په دغه سیمه کښې خونړۍ پیښې رامینځته شوي دي.


د مطلب کود: 301037

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301037/په-پاکستان-کې-پر-یوه-مسافر-وړونکي-بس-د-وسله-والو-برید-۳۸-تنه-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net