په چین کې د اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې زموږ د هېواد سفیر د «شانګهای سازمان د ډیجیټل ټکنالوژۍ او میکانیزه کرنې» په غونډه کې له چینايي شرکتونو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره چین ته بلنه
1 قوس 1403 ساعت 11:30
په چین کې د اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې زموږ د هېواد سفیر د «شانګهای سازمان د ډیجیټل ټکنالوژۍ او میکانیزه کرنې» په غونډه کې له چینايي شرکتونو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
آوا - کابل: په چین کې د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان د ډیجیټل ټکنالوژۍ او میخانیکي کرنې په غونډه کې ګډون وکړ. په شينان ولايت کې د شانګهای سازمان له يو شمېر سفيرانو سره ليدنه وکړه.
په چین کې د اسلامي امارت سفارت وايي، مولوي کریمي چینايي شرکتونو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د کرنې، ډیجیټل ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد کرنیز او صنعتي محصولات چینايي بازارونو ته صادر کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر چينايي شرکتونو د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې د لمريزې برېښنا د توليد په پروژه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې وه.
د مطلب کود: 300979