کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وشو

29 عقرب 1403 ساعت 12:38

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ولسمشر د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې د سیمې او نړۍ د وروستیو تحولاتو په اړه بحث او د نړۍ او د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د نظر تبادله وشوه.


آوا - کابل: ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غونډه د برئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه. 
په دې کتنه کې د سیمې او نړۍ د وروستیو پرمختګونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
دغه راز په دې کتنه کې په سياسي او اقتصادي پرمختګونو، د ژمي له رارسېدو سره د نړيوالو مرستو د ادغام او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو په باب خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پراخولو ته لېوالتيا ښودلې ده.


د مطلب کود: 300888

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300888/د-اسلامي-امارت-سیاسي-کمیسیون-په-غونډه-کې-له-ګاونډیانو-سره-اړیکو-پراخولو-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.net