د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوې پوستې د چاودنې له امله د دغه هیواد لږ تر لږه ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چاودنه؛ ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوې
30 عقرب 1403 ساعت 14:57
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوې پوستې د چاودنې له امله د دغه هیواد لږ تر لږه ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
آوا: د پاکستان د سیمه ایزو پولیسو یوه چارواکي کریم خان ویلي، چې پرون (سه شنبه) ماښام د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ په مالي خان سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د حافظ ګل بهادر تر قوماندې لاندې دغې ډلې چې پخوا د پاکستان د تحریک طالبان د یوې پوځي څانګې په توګه پیژندل کیده، په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دا وروستی برید وروسته له هغه شوی چې د افغانستان پولې ته څیرمه په دره تیراه کې له ترهګرو سره د سختو وسله والو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه اته پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول.
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې په ناکراره دره تیراه کې په نښتو کې اته ترهګر وژل شوي، خو د خپلو عسکرو د وژل کیدو پخلی یې نه دی کړی.
پاکستان په شمال کې د وسله والو له بریدونو او په جنوب کې د بېلتون غوښتونکو ډلو له فعالیتونو سره لاس او ګریوان دی.
د مطلب کود: 300941