کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت، د دفاع وزارت له سرپرست سره د ایران د سفیر د خبرو تمرکز

1 قوس 1403 ساعت 15:01

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې، په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير او ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي سره د دغه وزارت له سرپرست، مولوي محمد يعقوب مجاهد د کتنې په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه: په دې کتنه کې دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر، حسن کاظمي قمي، نن چهارشنبه یې له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د دوستانه اړیکو د ټینګښت، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو، «دوی په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»

باید وویل شي چې ښاغلي قمي پرون د هېواد د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره هم وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 300990

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300990/د-دواړو-هېوادونو-ترمنځ-اړیکو-ټینګښت-دفاع-وزارت-له-سرپرست-سره-ایران-سفیر-خبرو-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.net