کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۳۷۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

26 عقرب 1403 ساعت 13:18

چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۳۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات د پولو له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.


آوا - کابل : باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دی چې ۱۶۹ افغان کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۴ نیټه د قندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارې هیواد ته راستانه شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې دغو کورنیو د بېرته ستنېدو پر مهال د اسلامي امارت د چارواکو له لوري مرستې ترلاسه کړې او د نورو مرستو په موخه کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو ته ور وپېژندل شوې.
راپور همدا راز زیاتوي چې د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۵مه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارې دوه سوه یو افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
دغو کورنیو ته د راستنیدو پر مهال د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري مرسته وشوه او د نورو مرستو په موخه کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو ته ور وپیژندل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د راستنیدو او شړلو احصایې نه خپروي.
په دې وروستیو کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د عدلیې له وزیر عسکر جلالیان سره په کتنه کې د ایران له څلورو لسیزو راهیسې په هیواد کې د مهاجرینو د کوربه توب د قدردانۍ په ترڅ کې له ایران څخه وغوښتل چې د کډوالو سره په چلند کې له زغمه څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري شړلو لړۍ روانه ده.


د مطلب کود: 300729

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300729/په-تېرو-دوو-ورځو-کې-له-ایران-او-پاکستان-څخه-۳۷۰-افغان-کډوالې-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net