کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د ۱۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

27 عقرب 1403 ساعت 12:14

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۳ ټولګټې پرمختیايي پروژې بشپړې شوې دي.


آوا - کابل: د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مفتی محمد نسیم سرنګ وایی، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اوبو د زېرمه کولو د ۱۰ کوچنیو بندونو او ۱۳ بندونو په ګډون د ۲۳ ټولګټو پراختیایی پروژو کار پیل شوی دی. د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې د اسلامي امارت او ملګرو په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

باختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ده زياته کړه چې ددغو پروژو په بشپړيدو سره ٣٥٠٠ کورنۍ دڅښاک له پاکو اوبو او په سلګونو کورنۍ له کرنيزو اوبو څخه برخمنې شوې دي .

هغه څرګنده کړه، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د فراه د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر ٨٤ زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.


د مطلب کود: 300802

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300802/په-فراه-کې-د-۱۱۷-میلیونه-افغانیو-لګښت-۲۳-پرمختیايي-پروژو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net