کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د افغان سوداګرو پر اقتصادي فعالیتونو خبرې وشوې

1 قوس 1403 ساعت 10:45

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ایران کې د اسلامي امارت له سفیر سره په کتنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره کتلي دي. 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، د ايران په اسلامي جمهوريت کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعاليتونو او نورو مسايلو په باب د نظريو تبادله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او ايران چارواکي د اقتصادي اړيکو د پراختيا په لټه کې دي.
په یوه بله کتنه کښې په تهران کښې د اسلامی امارت سفیر د احصائیې او اطلاعاتو د ملی ادارې له مرستیال سره په کتنه کښې په ایران کښې د مهاجرینو لپاره د الکترونیکی تذکرو د ورکولو د ادارې د ژر تر ژره فعالیدو غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 300970

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300970/په-ایران-کې-د-افغان-سوداګرو-پر-اقتصادي-فعالیتونو-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.net