د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی د دوحې دریمې غونډې ته د خپل سفر په اعلانولو سره وویل د افغانستان او سیمې پیچلی او خطرناک حالات له ټولو خواو سره هراړخیزو مشورو ته اړتیا لری.
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د چورلکې د اضطراري ناستي په غبرګون کښې د آيت الله سید ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګری پلاوی د حالت په هکله د رپوټونو په اړه په ویره او امید سره یو بیان خپور کړی او ویلي چې په دې سختو حالاتو کې د ایران د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي.