افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ایران ولسمشر د ایت الله رئیسي او د هغه ملګرو د شهادت له رسمي اعلان وروسته، ګڼ شمېر افغان علماوو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ښځو د حقونو فعالانو، سیاسي او مدني کارپوهانو په دې اړه د ایران ملت سره د خواخوږۍ مراتب شریک کړي.
د مزارشريف ښار يو مجازي کارونکي علي انديشمند شريفي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: «انسان مړي، خو هغه څه چې پاته کیږي هغه د انسان روح، فکر او عمل دی چې د انسانانو په منځ کې به د ياد په توګه پاتې شي. حضرت ايت الله رئيسي ومړ، خو د قرآن په اړه په ملګرو ملتونو کې د هغه خبرې او د غزې د مظلومانو په ملاتړ کې د هغه چلند پاتې شو.
د سید مجتبی باسط په نامه یو بل کارونکي په فیسبوک کې لیکلي: "ښاغلي آیت الله رئیسي، شهید جنرال قاسم سلیماني ته زمونږ سلامونه وړاندې کړه."
همداشان د سرپل ولایت کلتوری او مذهبي فعال سید علي عالم زاده وویل د ایران د ولسمشر ایت الله رئیسي شهادت یو ژور زخم دی.
محمد جواد حسن زاده د تولنیز شبکې یو کاروونکی شهید ایت الله رئیسی د امام خمینی (رح) د مکتب شاګرد وباله او ویې ویل: د امام خمینی (رح) او د امام خامنه ای د پیروانو برخلیک شهادت دی."
د ښځو د حقونو فعالې محدثه محمدي د خپل فیسبوک پروفایل عکس په تور عکس بدل کړي او لیکلي یې دي: «آیت الله رئیسي څخه منندوی یم چې کله هر د قرآن سپکاوی شوي وو، ده په ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې قرآن په لاسونو کې نیولی و او د قرآن دفاع یې کوله."
هغه آیت الله رئیسی د امام رضا علیه السلام خادم او د احترام وړ وباله او زیاته یې کړه: مننه کوم چې په ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کښې په دواړو لاسونو د شهید جنرال قاسم سلیمانی تصویر دي پورته کړل او پریدینښودل چې د حرم او اسلامي امت بې حرمتي وشي.
له بلې خوا د اسلامی امارت د حکومت لوړپوړو چارواکو په بیلا بیلو بیانونو کې دایران له چارواکو او خلکو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه او دآیت الله رئیسی په شهادت یې تسلیت ووایه .
د یادولو وړ ده چې آیت الله رئیسي وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلو لاسونو قرآن کریم پورته کړ او د قران کریم توهین یې د انسانیت له معیارونو سره په ټکر کې وګڼله، د افغانستان په خلکو کې ډیر محبوب شو.