کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ټولنیزو شبکو کې د ایران له خلکو سره د آیت الله رئیسي له شهادت وروسته د افغان کاروونکو خواخوږي

31 ثور 1403 ساعت 12:47

د ایران ولسمشر د ایت الله رئیسي او د هغه ملګرو د شهادت له رسمي اعلان وروسته، ګڼ شمېر افغان علماوو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ښځو د حقونو فعالانو، سیاسي او مدني کارپوهانو په دې اړه د ایران ملت سره د خواخوږۍ مراتب شریک کړي. 


آوا - مزارشریف: د ایران ولسمشر د ایت الله رئیسي او د هغه ملګرو د شهادت له رسمي اعلان وروسته، ګڼ شمېر افغان علماوو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ښځو د حقونو فعالانو، سیاسي او مدني کارپوهانو په دې اړه د ایران ملت سره د خواخوږۍ مراتب شریک کړي.

د مزارشريف ښار يو مجازي کارونکي علي انديشمند شريفي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: «انسان مړي، خو هغه څه چې پاته کیږي هغه د انسان روح، فکر او عمل دی چې د انسانانو په منځ کې به د ياد په توګه پاتې شي. حضرت ايت الله رئيسي ومړ، خو د قرآن په اړه په ملګرو ملتونو کې د هغه خبرې او د غزې د مظلومانو په ملاتړ کې د هغه چلند پاتې شو.

د سید مجتبی باسط په نامه یو بل کارونکي په فیسبوک کې لیکلي: "ښاغلي آیت الله رئیسي، شهید جنرال قاسم سلیماني ته زمونږ سلامونه وړاندې کړه."

همداشان د سرپل ولایت کلتوری او مذهبي فعال سید علي عالم زاده وویل د ایران د ولسمشر ایت الله رئیسي شهادت یو ژور زخم دی.

محمد جواد حسن زاده د تولنیز شبکې یو کاروونکی شهید ایت الله رئیسی د امام خمینی (رح) د مکتب شاګرد وباله او ویې ویل: د امام خمینی (رح) او د امام خامنه ای د پیروانو برخلیک شهادت دی."

د ښځو د حقونو فعالې محدثه محمدي د خپل فیسبوک پروفایل عکس په تور عکس بدل کړي او لیکلي یې دي: «آیت الله رئیسي څخه منندوی یم چې کله هر د قرآن سپکاوی شوي وو، ده په ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې قرآن په لاسونو کې نیولی و او د قرآن دفاع یې کوله."

هغه آیت الله رئیسی د امام رضا علیه السلام خادم او د احترام وړ وباله او زیاته یې کړه: مننه کوم چې په ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کښې په دواړو لاسونو د شهید جنرال قاسم سلیمانی تصویر دي پورته کړل او پریدینښودل چې د حرم او اسلامي امت بې حرمتي وشي.

له بلې خوا د اسلامی امارت د حکومت لوړپوړو چارواکو په بیلا بیلو بیانونو کې دایران له چارواکو او خلکو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه او دآیت الله رئیسی په شهادت یې تسلیت ووایه .

د یادولو وړ ده چې آیت الله رئیسي وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلو لاسونو قرآن کریم پورته کړ او د قران کریم توهین یې د انسانیت له معیارونو سره په ټکر کې وګڼله، د افغانستان په خلکو کې ډیر محبوب شو.


د مطلب کود: 290675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290675/په-ټولنیزو-شبکو-کې-د-ایران-له-خلکو-سره-آیت-الله-رئیسي-شهادت-وروسته-افغان-کاروونکو-خواخوږي

آوا
  https://www.avapress.com