دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 291917
تېره یوه ورځ له ایران څخه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیره یوه ورځ کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د څه باندې درې زره مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ کې له ایران څخه د ۳۴۳۷ افغان کډوالو په داوطلبانه او اجباري راستنېدو خبر ورکوي او وايي، چې د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو په منځ کې د اسلامي امارت د فرمان له مخې ۵۴ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوي او یو شمېر نور یې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو یوه یا دوو میاشتو کې څه دپاسه دولس زره افغان کډوال د ایران له اسلامي جمهوریت څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcezz8wfjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته