کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه ورځ له ایران څخه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

23 جوزا 1403 ساعت 14:11

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیره یوه ورځ کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د څه باندې درې زره مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ کې له ایران څخه د ۳۴۳۷ افغان کډوالو په داوطلبانه او اجباري راستنېدو خبر ورکوي او وايي، چې د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو په منځ کې د اسلامي امارت د فرمان له مخې ۵۴ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوي او یو شمېر نور یې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو یوه یا دوو میاشتو کې څه دپاسه دولس زره افغان کډوال د ایران له اسلامي جمهوریت څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 291917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291917/تېره-یوه-ورځ-له-ایران-څخه-څه-باندې-درې-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com