افغان غږ خبری آژانس - تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلی: د لوی اختر په ترڅ کې به سفارت د جوزا میاشتې له ۲۷ څخه تر ۳۰ مې نیټې پورې تړلی وی.
په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې ویل شوي: په دې مناسبت به دغه سفارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا له ۲۶مې څخه د جوزا میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې تړلی وي.
په ورته وخت کې، دا اوږدمهاله او یوه اونۍ بند کولی شي په حقیقت کې د مراجعینو، په ځانګړې توګه مهاجرینو ته د خدماتو چمتو کولو پروسه په ټپه ودروی او ستونزمنه کړي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې له ستونزو او عاجلو اړتیاو سره مخ دي.