افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ شمیره اعلان کړه چې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره ۱۸۵ رایې دي. دا رایې په ۴۸۲ ولسوالیو کې له ۵۶۶۴۰ څانګو څخه ترلاسه شوي دي.
هغه د دې ټاکنو د نوماندانو پایلې په لاندې ډول اعلان کړې:
- مسعود پزشکیان: ۱۰،۴۱۵،۱۹۱ رایې
سعید جلیلي: ۹،۴۷۳،۲۹۸ رایې
- محمد باقر غالب: ۳،۳۸۳،۳۴۰ رایې
مصطفی پورمحمدي: ۲۰۶،۳۹۷ رایې
په دې توګه د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر د ویاند په وینا، د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له دغو کاندیدانو څخه هیڅ یو هم ونه شو کړای چې د اکثریت رایې ترلاسه کړي او له همدې امله د دغه هیواد د اساسي قانون د ۱۱۷ مادې او هم د دغه هیواد د اساسي قانون د مادې په اساس ولسمشریز ټاکنې د دوو نوماندو په شتون سره دویم پړاو ته ځي.
هغه زياته کړه، د قانون له مخې دویم پړاو راتلونکې جمعه، يعنې د سرطان د مياشتې ١٥مه ترسره کیږي.
البته د سلامي په وینا، دا احصایې به نگهبان شورا (مشرانو شورا) ته واستول شي او دا د دې شورا دنده ده چې د ټاکنو روڼتیا تایید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ایران کې ځینو خبری سرچینو اعلان کړی وو چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې به تر ډیره حده د غیر رسمی پایلو له امله دویم پړاو ته وغځول شی.