کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د بشپړ پایلو اعلان؛ ټاکنې په رسمي ډول دویم پړاو ته لاړ

یو میلیون راېي پزشکیان له جلیلي څخه مخکې دي

9 سرطان 1403 ساعت 12:29

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند څو شیبې مخکې د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې هیڅ یو کاندید هم د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره نه دي توانیدلې چې دغه انتخابات وګټي. د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې مسعود پزسکیان د ۱۰۴۱۵۱۹۱ رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې او د سعید جلیلي په پرتله نږدې یو میلیون زیاتې رایې ترلاسه کړي.


آوا - تهران: د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ شمیره اعلان کړه چې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره ۱۸۵ رایې دي. دا رایې په ۴۸۲ ولسوالیو کې له ۵۶۶۴۰ څانګو څخه ترلاسه شوي دي.

هغه د دې ټاکنو د نوماندانو پایلې په لاندې ډول اعلان کړې:
- مسعود پزشکیان: ۱۰،۴۱۵،۱۹۱ رایې
سعید جلیلي: ۹،۴۷۳،۲۹۸ رایې
- محمد باقر غالب: ۳،۳۸۳،۳۴۰ رایې
مصطفی پورمحمدي: ۲۰۶،۳۹۷ رایې

په دې توګه د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر د ویاند په وینا، د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له دغو کاندیدانو څخه هیڅ یو هم ونه شو کړای چې د اکثریت رایې ترلاسه کړي او له همدې امله د دغه هیواد د اساسي قانون د ۱۱۷ مادې او هم د دغه هیواد د اساسي قانون د مادې په اساس ولسمشریز ټاکنې د دوو نوماندو په شتون سره دویم پړاو ته ځي.
هغه زياته کړه، د قانون له مخې  دویم پړاو راتلونکې جمعه، يعنې د سرطان د مياشتې ١٥مه ترسره کیږي.
البته د سلامي په وینا، دا احصایې به نگهبان شورا (مشرانو شورا) ته واستول شي او دا د دې شورا دنده ده چې د ټاکنو روڼتیا تایید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ایران کې ځینو خبری سرچینو اعلان کړی وو چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې به تر ډیره حده د غیر رسمی پایلو له امله دویم پړاو ته وغځول شی.


د مطلب کود: 292658

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/292658/د-ایران-ولسمشریزو-ټاکنو-بشپړ-پایلو-اعلان-ټاکنې-په-رسمي-ډول-دویم-پړاو-ته-لاړ

آوا
  https://www.avapress.net