دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۲۶
د مطلب کود : 290637
اسلامي امارت: د ایران د ولسمشر د چورلکې برخلیک په ویره او امید سره تعقیبوو
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د چورلکې د اضطراري ناستي په غبرګون کښې د آيت الله سید ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګری پلاوی د حالت په هکله د رپوټونو په اړه په ویره او امید سره یو بیان خپور کړی او ویلي چې په دې سختو حالاتو کې د ایران د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت په پیغام کې راغلي: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د چورلکې د برخلیک په اړه د راپورونو د تعقیب خبر ورکوي.
وزارت هیله څرګنده کړې، چې د ژغورنې ډلې به وکولای شي، چې ښاغلی ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه ملګري په بریالیتوب سره وژغوري.
اسلامي امارت په دې سختو حالاتو کې د خپل ورور او ګاونډي ایران د حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ دی او هیله لري چې کومه بده پیښه رامنځته نه شي.
دغه زړه بوږنونکې پیښه چې د ایران د اسلامی جمهور رئیس د چورلکی د اضطراري ناستي سبب شوی په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپاریدلي او نړۍ د ایران د رئیس جمهور او د هغه د ملګري پلاوي د وضعیت په اړه اندیښمنه ده. تر اوسه د خراب جغرافيايي وضعيت او د هوا د خرابوالي له امله د ایت الله رئيسي او د هغه د ملګرو د حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
https://avapress.com/vdcc1xqim2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته