دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 292607
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسمې دورې د رای ورکولو بهیر پیل شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د انتخاباتو د مرکزي دفتر چارواکو اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسمې دورې لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار اته بجې پیل شو او دغه بهیر د مازدیګر تر شپږو بجو دوام کوي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی په ټول هیواد کښې د رای ورکونې د بهیر له پیلیدو څو دقیقې مخکې اعلان وکړ.
 
ویل شوي چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې به د رای ورکولو په ۵۹ زره مرکزونو او ۹۵ هېوادونو کې ترسره شي.
 
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دې پړاو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ ته څلور نوماندان سعید جلیلي، مسعود بشکیان، محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي نوماندان دي.
https://avapress.com/vdcbg5b5zrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته