کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسمې دورې د رای ورکولو بهیر پیل شو

8 سرطان 1403 ساعت 9:56

د ایران د اسلامي جمهوریت د انتخاباتو د مرکزي دفتر چارواکو اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسمې دورې لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار اته بجې پیل شو او دغه بهیر د مازدیګر تر شپږو بجو دوام کوي.


آوا - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی په ټول هیواد کښې د رای ورکونې د بهیر له پیلیدو څو دقیقې مخکې اعلان وکړ.
 
ویل شوي چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې به د رای ورکولو په ۵۹ زره مرکزونو او ۹۵ هېوادونو کې ترسره شي.
 
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دې پړاو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ ته څلور نوماندان سعید جلیلي، مسعود بشکیان، محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي نوماندان دي.


د مطلب کود: 292607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292607/د-ایران-ولسمشرۍ-انتخاباتو-څوارلسمې-دورې-رای-ورکولو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com