دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 293698
په کابل کې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه په کار پیل وکړ
د پاسپورتونو د عمومي ریاست چارواکي په کابل کې د پاسپورټونو د وېش د درېیو مرکزونو د پرانیستلو خبر ورکوي او وايي چې هره څانګه به هره ورځ دوه زره غوښتونکو ته خدمات وړاندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورت ریاست عمومي رئیس عبدالکریم حسیب په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې دغه مرکزونه په دارالامان، قلعه زمان خان  او تنګي تره خېل سیمو کې دي.

هغه زياته کړه چې هره څانګه به هره ورځ دوه زره غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په پرانيستل کېدو سره به د پاسپورټ د غوښتونکو شمېر په يوه اوونۍ کې پاى ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د دغو مرکزونو د پرانستلو په مراسمو کې وويل چې د هېواد اتباع د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې له زياتو ستونزو سره مخ وه.

تر دې وړاندې د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب ویلي و، چې دغه ریاست په ټول هېواد کې ۱۲ زره پاسپورټونه هره ورځ پر هېوادوالو وېشي.

په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکي تل په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پر سستوالي نیوکې کوي.
https://avapress.com/vdcco1qi42bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته