افغان غږ خبری آژانس: عربي رسنیو نن سهار (پنجشنبه د سرطان ۲۸مه) د یمن پر خاوره د امریکا په مشرۍ د غربي ایتلاف د پوځي تیریو خبر ورکړی.
"المسیره" شبکې په یوه بیړني خبر کې ویلي چې امریکايي او بریتانوي یرغلګرو الوتکو د الحدیده نړیوال هوايي ډګر درې ځله په نښه کړ.
د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده په ښار کښې د المیادین شبکې خبریال هم وویل چې تراوسه د دغه ساحلی ښار په نړیوال هوایی ډګر د لویدیځ ائتلاف د جنګی الوتکو درې حملې ثبت شوی دی.
د دوشنبې په ماښام د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع د سور او مدیترانې په بحرونو کې د دریو مهمو عملیاتو اعلان وکړ.
په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د حملو له زیاتیدا وروسته د یمن وسله والو ځواکونو د دغه رژیم اړوند هیڅ بیړیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دغه رژیم او د نیواکګرو فلسطینیانو لپاره د سرې بحیرې او باب المندب تنګی له لارې تیرې شی .
امریکا له تل ابیب څخه د خپل ملاتړ په دوام کښې د صهیونیسټی بېړیو پرضد د یمن د عملیاتو له شدت وروسته د یمن له وسله والو ځواکونو سره د مقابلې لپاره ائتلاف جوړ کړ او د دغه هیواد په خاوره یې څو ځله تیری کړی دی.