افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر نن ورځې پورې په دغه سیمه د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۸۴۸ تنو ته لوړ شوی دی. او د ټپيانو شمېر ۸۹ زره ۴۵۹ تنو ته ورسېد.
د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټانو د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې ډله ایز قتلونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۵۴ تنه شهیدان او ۹۵ تنه ژوبل شول.