کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۸۴۸ تنو ته لوړ شو

29 سرطان 1403 ساعت 14:08

د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژیم په دریو نویو جنایتونو کښې ۵۴ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ نور ژوبل شول.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر نن ورځې پورې په دغه سیمه د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۸۴۸ تنو ته لوړ شوی دی. او د ټپيانو شمېر ۸۹ زره ۴۵۹ تنو ته ورسېد.
 
د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټانو د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې ډله ایز قتلونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۵۴ تنه شهیدان او ۹۵ تنه ژوبل شول.


د مطلب کود: 293752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293752/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۸-زره-۸۴۸-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com