افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم ریاست په پنجشیر ولایت کې په یوه بیان کې ویلی چې اوس مهال د پنجشیر ولایت په ۵۵۰ زمرد کانونو کې ۱۰ زره کان کیندونکي په کار بوخت دي.
د پنجشېر د کانونو رياست وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې د اوسپنې او سپينو زرو د کانونو د استخراج پروسه پيل شي.
د نوموړي په وينا، په پنجشېر ولايت کې د کانونو د استخراج له بيا پيل راهيسې، د څه باندې څلور ميليونه ډالرو په ارزښت څه باندې ٦٠زره قيراط زمرد د ليلام له لارې ملي او نړيوالو سوداګرو ته پلورل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت د قیمتي ډبرو ګڼ کانونه لري.