د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د «یو هوسا ملت او یو مسؤول نظام» تر عنوان لاندې په فوق العاده غونډه کې چې د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک کې جوړه شوې وه وویل چې د پنجشیر د زمرد او یاقوت له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې وخت پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته به د افغانانو او د پنجشیر اوسیدونکو ته ګټه ورسیږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د جبل السراج د سمنټو د تولید پروژه له دریو قطري کمپنیو سره لاسلیک کړې ده، چې نومونه یې «عوفی بهرام، الفلاح العالمی و مجموعه المهام الدولی» دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ایراني پانګوالو سره په کتنه کې وویل چې په ټول افغانستان کې سوله او امنیت تامین شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ښه چاپیریال برابر شوی دی. هغه له ایراني پانګوالو هم وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په افغانستان کې د کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د خان سټیل شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې وویل، دغه شرکت چمتو دی چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د اف چین شرکت له مشر سره په کتنه کې د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په اروپا او امریکا کې له میشتو افغان کارپوهانو سره په کتنه کې هیواد ته د کدرونو او کارپوهانو د راتګ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د پروژې د پیل پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره له یوه چینايي شرکت سره خبرې کوي او که خنډونه لرې شي، ددغه کان د استخراج کار به شروع شي.