افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې ویلي دی.،د دغه ولايت د پريان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دا کانونه کشف شوي دي.
د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس زياته کړه چې تر اوسه پورې په دغه ولايت کې د زمردو ١٢٥٠ کانونه کشف شوي دي.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت څو څو ځله د پنجشیر د کانونو زمرد د لیلام له لارې د هیواد پر سوداګرو پلورلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست پر مهال د هېواد کانونه په ځانګړې توګه د پنجشېر زمرد په غير قانوني ډول د زورواکو له خوا استخراج او پلورل کېدل.