افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د خان سټیل شرکت له مشر حاجي خان سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د خان سټیل شرکت مشر د هېواد د معدنې زېرمو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه ټینګار وکړ، چې د خان سټیل شرکت له هغه ظرفیت او تجربې سره، چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونې ته چمتو دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د خان سټیل شرکت د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، د دغه وزارت د قوانینو او مقرراتو له مخې د دغه شرکت رئیس ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.