افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په ترڅ کې دوی ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې اسلامی امارت هېواد ته د افغان کارپوهانو د راتګ هرکلی کوي.
په امریکا او اروپا کې میشتو افغان کارپوهانو د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد او مبارزې او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت لاسته راوړنې وستایلې او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.
دوی وویل: د هغو علمي، فرهنګي او تخنیکي کارکوونکو د راستنیدو زمینه به برابره کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د پخواني حکومت سلګونه سياسي څېرې او چارواکي د "افغان شخصيتونو د اړيکو کمېسيون" له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.