کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر کې به ډېر ژر د اوسپنې او سپینو زرو کان کیندنې بهیر پیل شي

25 سرطان 1403 ساعت 13:31

د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست اعلان کړى، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د اوسپنې او سپينو زرو د استخراج چارې پيل شي.


آوا: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم ریاست په پنجشیر ولایت کې په یوه بیان کې ویلی چې اوس مهال د پنجشیر ولایت په ۵۵۰ زمرد کانونو کې ۱۰ زره کان کیندونکي په کار بوخت دي.
 
د پنجشېر د کانونو رياست وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې د اوسپنې او سپينو زرو د کانونو د استخراج پروسه پيل شي.
 
د نوموړي په وينا، په پنجشېر ولايت کې د کانونو د استخراج له بيا پيل راهيسې، د څه باندې څلور ميليونه ډالرو په ارزښت څه باندې ٦٠زره قيراط زمرد د ليلام له لارې ملي او نړيوالو سوداګرو ته پلورل شوي دي.
 
د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت د قیمتي ډبرو ګڼ کانونه لري.


د مطلب کود: 293557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293557/په-پنجشیر-کې-ډېر-ژر-د-اوسپنې-او-سپینو-زرو-کان-کیندنې-بهیر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com