افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (د سرطان ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تېرې اونۍ (سرطان له ۱۵ تر ۲۱) پورې ۷۵ زره ۷۶۵ ټنه واردات او یوازې ۱ زرو ۷۴۱ ټنه صادرات شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړه، چې ۶۵ زره ۳۲۲ ټنه یې د هرات له لارې، ۵ زره ۶۸۱ ټنه یې د اقینې له بندر او ۶ زره ۵۰۳ ټنه یې د تورغونډۍ له بندره لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي: د فواید عامې وزارت هڅه کوي، چې د سوداګرو لپاره د لېږد لپاره مناسب شرایط او غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان کال د سرطان په ۲۶ مه د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۴۰۲ کال کې ۱۰.۳ میلیارده ډالره اعلان کړی و.