کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه اونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې له ۷۷ زره ټنو څخه ډیر توکې لیږدونه شوي دي

28 سرطان 1403 ساعت 13:56

د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۷۷ زره ۵۰۶ مټریک ټنه د اورګاډي پټلۍ له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (د سرطان ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تېرې اونۍ (سرطان له ۱۵ تر ۲۱) پورې ۷۵ زره ۷۶۵ ټنه واردات او یوازې ۱ زرو ۷۴۱ ټنه صادرات شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه، چې ۶۵ زره ۳۲۲ ټنه یې د هرات له لارې، ۵ زره ۶۸۱ ټنه یې د اقینې له بندر او ۶ زره ۵۰۳ ټنه یې د تورغونډۍ له بندره لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي: د فواید عامې وزارت هڅه کوي، چې د سوداګرو لپاره د لېږد لپاره مناسب شرایط او غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان کال د سرطان په ۲۶ مه د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۴۰۲ کال کې ۱۰.۳ میلیارده ډالره اعلان کړی و.


د مطلب کود: 293713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293713/په-یوه-اونۍ-کې-د-ریل-پټلۍ-له-لارې-۷۷-زره-ټنو-څخه-ډیر-توکې-لیږدونه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com