دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 293692
مالیزیا افغانستان ته د دغه هېواد د چارواکو، سوداګرو او ګرځندویانو پر سفر ټینګار کړی دی
په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت وايي چې د مالیزیا د پارلمان رئیس په هغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې افغانستان ته د هغه هېواد د چارواکو، سوداګرو او ګرځندویانو پر راتګ ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا د پارلمان له رئیس جوهري عبدالله سره وکتل.

په دې کتنه کې عبدالله عبدالله افغانستان يو وياړلى تاريخي هېواد وباله او د افغانستان د ازادۍ او د سختيو په زغملو سره يې د لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

هغه هیله څرګنده کړه چې جګړه ځپلی افغانستان به هم د پرمختګ تجربه وکړي.

هغه دغه راز په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د چارواکو، سوداګرو او سيلانيانو پر ليدنو کتنو ټينګار وکړ او دغه کړنه يې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې رغنده وبلله.
https://avapress.com/vdcgyw9xxak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته