کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیزیا افغانستان ته د دغه هېواد د چارواکو، سوداګرو او ګرځندویانو پر سفر ټینګار کړی دی

28 سرطان 1403 ساعت 10:30

په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت وايي چې د مالیزیا د پارلمان رئیس په هغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې افغانستان ته د هغه هېواد د چارواکو، سوداګرو او ګرځندویانو پر راتګ ټینګار وکړ.


آوا - کابل: په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا د پارلمان له رئیس جوهري عبدالله سره وکتل.

په دې کتنه کې عبدالله عبدالله افغانستان يو وياړلى تاريخي هېواد وباله او د افغانستان د ازادۍ او د سختيو په زغملو سره يې د لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

هغه هیله څرګنده کړه چې جګړه ځپلی افغانستان به هم د پرمختګ تجربه وکړي.

هغه دغه راز په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د چارواکو، سوداګرو او سيلانيانو پر ليدنو کتنو ټينګار وکړ او دغه کړنه يې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې رغنده وبلله.


د مطلب کود: 293692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293692/مالیزیا-افغانستان-ته-د-دغه-هېواد-چارواکو-سوداګرو-او-ګرځندویانو-پر-سفر-ټینګار-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com