افغان غږ خبری آژانس: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم روفي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اداره د برښنايي تذکرو د ویش په برخه کې د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره په پلانونو کار کوي.
هغه وويل، په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانيستل شوى او اوسمهال په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده.
د احصایې او اطلاعاتو وزارت ویاند زیاته کړه، چې ډېر ژر به په ایران، پاکستان او ترکیه کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پرانستل شي.
محمد حلیم رفیع وویل، د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره به ډېر ژر دغه مرکزونه فعال شي.
هغه وويل، اوسمهال په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۷۸ مرکزونه فعال دي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۱ زره تذکرې وېشل کېږي.
په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
اوس مهال په ایران او پاکستان کې د افغانستان سیاسي سفارتونه مهاجرینو ته پاسپورټونه ورکوي، خو د الکترونیکي تذکرو درلودل یو له اساسي شرطونو څخه دی.