کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د شپږو پرمختيايي پروژو د جوړولو کار پيل شو

28 سرطان 1403 ساعت 10:35

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، د اوبو لګولو اسانتیاوې او استنادي دیوالونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو اداره د دغو پروژو د پلي کولو لپاره څه باندې اته میلیونه افغانۍ لګوي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو له خوا يو شمېر وړې پراختيايي پروژې جوړې شوې وې.


د مطلب کود: 293694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293694/په-پکتيا-کې-د-شپږو-پرمختيايي-پروژو-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com