کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت مشر له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره وکتل

25 سرطان 1403 ساعت 13:28

د اسلامي امارت مشر ملا محمد اخندزاده پرون د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق سره وکتل.


آوا : د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره وکتل.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه شبکه «X» کې لیکلي: «په دې غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولینو د خپلو ادارو د پرمختګونو او فعالیتونو جزیات د حکومت مشرتابه ته وړاندې کړل.
 
د مجاهد په وينا، د حکومت مشرتابه د يادو بنسټونو د مسوولينو د هڅو ستاينه او مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې يې ورته سپارښتنې کړې دي.
 
په غونډه کې د امنیتي ادارو پر ستونزو هم خبرې وشوې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وشوې.


د مطلب کود: 293556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293556/د-اسلامي-امارت-مشر-له-لوړپوړو-امنیتي-چارواکو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com