افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ازبکستان د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال سره وکتل.
د کانونو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او په هېواد کې د کانونو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې وکړې.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې کتنه کې ښاغلي بدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مطالعاتو او د کانونو د څيړنې په برخه کې د لاسليک شويو موافقه ليکونو په عملي کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ازبکستاني پانګه وال کولاى شي په افغانستان کې د هايدروکاربن او جامدو کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو وزارت سرپرست زیاتوي چې په دې کتنه کې ازبکستاني پلاوي د افغانستان د اوسپنې او هایدروکاربن په کانونو کې د کانونو د مطالعاتو او پانګونې په برخه کې خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخو کې به عملي کارونه پیل کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د ازبکستان پلاوي د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په افغانستان کې د ازبک پانګوالو لپاره د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې وې.