دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 293584
ارجنټاین د کوپا امریکا اتلولي وګټله
د ارجنټاین د فوټبال ملي ټیم د کوپا امریکا سیالیو په پای لوبه کې له کولمبیا سره مخامخ شو او وتوانید چې دغه سیالي ۱-۰ وګټي.
افغان غږ خبری آژانس: د لومړۍ نیمايي تر ټولو مهمه پیښه د لیونل میسي په ۶۶مه دقیقه کې ټپي کیدل وو چې له امله یې دغه لوبغاړی له سترګو اوښکې توییدو سره له میدان څخه ووت.
 
د کولمبیا پر وړاندې د ارجنټاین یوازینی ګول لوتارو مارتینیز په ۱۱۲مه دقیقه کې وواهه. د دې لوبې نهه دقیقې پرته له کوم ګول پای ته ورسېدې.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د اروپا د ملتونو د جام په وروستۍ لوبه کې اسپانيا انګلستان ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او د دې سياليو اتل شو.
https://avapress.com/vdcg7w9xtak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته