کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارجنټاین د کوپا امریکا اتلولي وګټله

26 سرطان 1403 ساعت 9:27

د ارجنټاین د فوټبال ملي ټیم د کوپا امریکا سیالیو په پای لوبه کې له کولمبیا سره مخامخ شو او وتوانید چې دغه سیالي ۱-۰ وګټي.


آوا: د لومړۍ نیمايي تر ټولو مهمه پیښه د لیونل میسي په ۶۶مه دقیقه کې ټپي کیدل وو چې له امله یې دغه لوبغاړی له سترګو اوښکې توییدو سره له میدان څخه ووت.
 
د کولمبیا پر وړاندې د ارجنټاین یوازینی ګول لوتارو مارتینیز په ۱۱۲مه دقیقه کې وواهه. د دې لوبې نهه دقیقې پرته له کوم ګول پای ته ورسېدې.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د اروپا د ملتونو د جام په وروستۍ لوبه کې اسپانيا انګلستان ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او د دې سياليو اتل شو.


د مطلب کود: 293584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293584/ارجنټاین-د-کوپا-امریکا-اتلولي-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com