افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د افغانستان د فوټسال کمیټې مرکزي لوبغالی به د دې سیالیو کوربه وي.
د فوټسال غوره ليګ د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورټ کمېټې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق وويل، چې د افغانستان ورزش د پخوا په پرتله ډېر وده کړې ده.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د کرکټ، فوټسال، فوټبال او بدن ښکلا په برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې یې مهمې بېلګې دي.