د هېواد د المپيک، بدني روزنې او سپورت ملي کمېټې د افغانستان د فوټسال غوره ليګ پيل اعلان کړ او وايي، چې په دغو سياليو کې له ټول هېواد څخه لس لوبډلې ګډون کوي.
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ پیل شو
30 سرطان 1403 ساعت 10:36
د هېواد د المپيک، بدني روزنې او سپورت ملي کمېټې د افغانستان د فوټسال غوره ليګ پيل اعلان کړ او وايي، چې په دغو سياليو کې له ټول هېواد څخه لس لوبډلې ګډون کوي.
آوا: په کابل کې د افغانستان د فوټسال کمیټې مرکزي لوبغالی به د دې سیالیو کوربه وي.
د فوټسال غوره ليګ د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورټ کمېټې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق وويل، چې د افغانستان ورزش د پخوا په پرتله ډېر وده کړې ده.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د کرکټ، فوټسال، فوټبال او بدن ښکلا په برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې یې مهمې بېلګې دي.
د مطلب کود: 293776