افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار د محصول او سرحد په اوږدو کې د دغه وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست له خوا د لس میلیونه درې سوه زره افغانیو په ارزښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د تورخم ګمرک د سکینر لپاره د هنګر جوړول، د تورخم او بندر ولي د هنګرونو بیارغونه او د ننګرهار د محصولاتو د ګمرک د اداري ودانۍ جوړول شامل دي، چې ټول یې د دغه ولایت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به په ګمرکونو کې د سوداګرو او کارکوونکو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شي او همدا راز به د سوداګريزو مالونو د ښه ساتنې او د ګمرکونو د طرزالعملونو د لا اغېزمنتيا لامل شي.