دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 293765
د سرپل په امنيتي پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې/ ځینې ​​په سطحي توګه ټپیان شوي دي
سیمه ییزو سرچینو ویلي، د سرپل ولایت د امامزاده یحیی له زیارت څخه څو کیلومتره لرې د لاسي بم برید شوی، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. په دې پيښه کې څو تنه ټپيان شوي دي .
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: په سرپل ولایت کې د امامزاده یحیی (ع) د سپیڅلي زیارت ساتونکي وايي، چې د لاسي بم برید له زیارت څخه څو کیلومتره لرې د نامعلومو کسانو له خوا ترسره شو. هیڅ مرګ ژوبله نه لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د محرم د مياشتې د ١٣مې د مراسمو له پاى ته رسېدو وروسته امامزاده يحيى (ع) د زیارت څخه څو کيلومتره لیرې نامعلومو کسانو د لاسي بم بريد وکړ، چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په همدې حال کې د سږ کال د محرم الحرام مراسم په بېلابېلو ولایتونو کې په بشپړ امنیت کې ترسره شول.

په همدې اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ: هغه پلانونه چې یو کال وړاندې پلان شوي وو چې د سږ کال د عاشورا په مراسمو کې د وینو تویولو لامل شي، د امنیتي ځواکونو لخوا شنډ شوي دي. 

هغه زیاته کړه: د اسلامی امارت امنیتی ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې پلانونه شنډ کړل او ثابته کړه چې دوی په افغانستان کښې شیعه او سنی وګړو ته یو شان پاملرنه کوی.
https://avapress.com/vdch-xnim23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته