افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان په خپل درې میاشتنی راپور کې ویلی چې د دغو افغانانو له ډلې ۵۶ سلنه یې له مجبوریته، ۴۶ سلنه یې په خپله خوښه او ۳۹ سلنه یې د اقتصادی ستونزو له امله له ایران څخه راستانه شوی دی.
د راپور له مخې، ۷۴ سلنه افغانان له پاکستانه په خپله خوښه او ۱۹ سلنه د ناامنیو او د ژوند د خوندیتوب د نشتوالي له امله راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د ناامنۍ د احساس له امله ګڼ شمېر افغان مېرمنې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دغه احصایې د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، ابو نصر فراهي، انګور ادې او ډنډ پټان په لارو کې له ۸۱ زره افغانانو سره تر خبرو وروسته خپرې شوې.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په څو ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې دوه زره افغان کډوالو د راستنیدو او اخراج اعلان کړی دی.
دغه وزارت لیکلي، چې دغه کسان د سرطان په ۲۷مه د تورخم، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې هېواد ته راستانه شول.