کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیوال سازمان:

په دريو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه څه دپاسه ٨٥٠ زره افغان کډوال ايستل شوي او له ٥٠٠ زرو څخه زيات کسان دغو دوو هيوادونو ته کډوال شوي دي

30 سرطان 1403 ساعت 9:29

د کډوالو نړيوال سازمان وايي، د روان کال له اپريل څخه تر جون مياشتي پوري ۸۵۸۱۷۰ تنه له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه سوي او ۵۳۲۸۵۴ تنه دغو هيوادونو ته کډوال شوي دي.


آوا - کابل: دغه سازمان په خپل درې میاشتنی راپور کې ویلی چې د دغو افغانانو له ډلې ۵۶ سلنه یې له مجبوریته، ۴۶ سلنه یې په خپله خوښه او ۳۹ سلنه یې د اقتصادی ستونزو له امله له ایران څخه راستانه شوی دی.

د راپور له مخې، ۷۴ سلنه افغانان له پاکستانه په خپله خوښه او ۱۹ سلنه د ناامنیو او د ژوند د خوندیتوب د نشتوالي له امله راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د ناامنۍ د احساس له امله ګڼ شمېر افغان مېرمنې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دغه احصایې د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، ابو نصر فراهي، انګور ادې او ډنډ پټان په لارو کې له ۸۱ زره افغانانو سره تر خبرو وروسته خپرې شوې.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په څو ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې دوه زره افغان کډوالو د راستنیدو او اخراج اعلان کړی دی.

دغه وزارت لیکلي، چې دغه کسان د سرطان په ۲۷مه د تورخم، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې هېواد ته راستانه شول.


د مطلب کود: 293761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293761/په-دريو-مياشتو-کې-له-ايران-او-پاکستان-څخه-څه-دپاسه-٨٥٠-زره-افغان-کډوال-ايستل-شوي-٥٠٠-زرو-زيات-کسان-دغو-دوو-هيوادونو-ته-دي

آوا
  https://www.avapress.com