دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 293812
د روان کال په جوزا میاشت کې د افغانستان صادرات څه باندې ۹۳ میلیونه ډالره وو
د احصایې او اطلاعاتو وزارت احصایې خپروي او وايي، چې افغانستان د روان کال په جوزا میاشت کې ۹۳،۳ میلیونه ډالر صادرات کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه (د سرطان ۳۰مه) د روان کال د جوزا میاشتې د هیواد د صادراتو او وارداتو ارقام خپاره کړل.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په جوزا مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ٩٣،٣ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلى و، په داسې حال کې چې دغه شمېره په ثور مياشت کې ١٠٤،٦ ميليونه ډالره وه.

د دغه رياست د شمېرو له مخې، په ثور مياشت کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٩٥٠،٥ ميليونه ډالره و.

د احصایې او اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د زمري په میاشت کې هېواد ته تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

د دې ادارې په خبره په روانه میاشت کې افغانستان تر ټولو زیات صادرات په ترتیب سره پاکستان، هند او ایران ته کړي دي.

د احصایې او اطلاعاتو وزارت له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې لږ تر لږه د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ایران افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد و.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د زمري په مياشت کې له ايران څخه د افغانستان د وارداتو ټوليز ارزښت ٢٤٣،٣ ميليونه ډالره، له پاکستان څخه ١٤٩،١ ميليون ډالره او له چين څخه ١٢٩،٣ ميليونه ډالره و.

د ثور په میاشت کې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو ټول ارزښت ۱۸۵،۸ میلیونه ډالره، له چین څخه ۱۶۰،۲ میلیونه ډالره او له پاکستان څخه ۱۲۷،۷ میلیونه ډالره وو.

افغانستان د ترانسپورت په برخه کې تر ټولو زیات مالونه له ایران څخه وارد کړي دي. په روانه میاشت کې له ایران څخه د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۱۲۴.۴ میلیونه ډالره، له پاکستان څخه ۱۰۰.۳ میلیونه ډالره او له چین څخه ۸۲.۵ میلیونه ډالره وو.
https://avapress.com/vdca6enuu49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته