دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 293802
د یمن په اوبو کې دوې نوې امنیتي پېښې رامنځته شوې
د بريتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو ادارې نن سهار (شنبه، د سرطان ۳۰مه) اعلان وکړ چې د يمن په شمال لوېديځ عدن او المخا کې د يوې امنيتي پېښې د رامنځته کېدو په اړه يې دوه راپورونه ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د برتانیې د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې اعلان کړی چې د عدن په سویل لوېدیځ کې ۸۳ سمندري مایل کې د یوې امنیتي پېښې راپور یې ترلاسه کړی دی.

د دغه خبر له خپرېدو څو شېبې وروسته يادې ادارې اعلان وکړ چې د يمن د المخا شمال لوېديځ په ۶۴ سمندري کيلومترۍ کې د يوې پېښې د رامنځته کېدو په اړه يې بل راپور ترلاسه کړی دی.

د دغو راپورونو نور جزئیات او په نښه شوې کښتۍ لا تر اوسه په لاس کې نشته.

د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټ رژیم د تیریو او د فلسطینی ملت پرضد د جنایتونو د بندیدو پورې به د صهیونیسټ رژیم د بیړیو او ګټو پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په سهار رسنیو په تل ابیب کې د یوې سترې چاودنې خبر ورکړ او بیا یې اعلان وکړ چې دغه اسرائیلي ښار د ډرون برید هدف و. د دغه برید په پایله کې یو صهیونست وژل شوی او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcjyte88uqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته