دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 293627
د هېواد په لوېدیځ کې د حسیني عاشورا مراسم په بشپړ امنیت کې ترسره شول
د حسیني عاشورا مراسم د فراه، بادغیس، غور، نیمروز او هرات ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو او خلکو په پراخ حضور او د یووالي او ورورولۍ په فضا کې ونمانځل شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د جعفری جومات خطیب حجت الاسلام عزت الله نظری وایی، عاشورا په اسلامی امت پورې اړه لری.

هغه دغه راز د دغو مراسمو د امنيت په تامينولو کې د فراه د خلکو او امنيتي بنسټونو همکاري د قدر وړ وبلله.

له بلې خوا د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي عبدالحى سباوون د دغه ولايت په جعفري جومات کې د حسيني عاشورا په مراسمو کې د ګډون په ترڅ کې وويل: په اسلامي نظام کې د هرچا حقونه خوندي دي.

هغه همداراز ټینګار وکړ: اسلامی امارت د خلکو د ګټو ساتنه کوی.

دغه راز د بادغيس د پوليسو وياند صديق الله صديقي هم وايي، چې د عاشورا مراسم په غزني ښار کې په بشپړ امنيت او له کوم محدوديت پرته ترسره شول.

نوموړي له امنيتي ځواکونو هم مننه وکړه او هغوى يې د خلکو لپاره وياړ وباله.

ویل کیږي چې د تساوې او عاشورا حسیني مراسم د هیواد په ټولو لویدیځو ولایتونو کې د ماتم کوونکو په پراخ شتون سره په پوره امنیت سره ترسره شول.
https://avapress.com/vdcewx8wfjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته